Banner

غزل: بلېنډه بدرۍ

22.07.2010 18:57

راليږونکی :sthooray
د راليږونکي پته :stooray@hotmail.com
نيټه : 22-04-2008
غزل: بلېنډه بدرۍ
په ما ای د ا جل لويه ديواله که ورانيږې
زه هسې هم بې څوکه بې وباله که ورانيږې

لږ صبر شه يو څه ځواني ېې پاتې له غربته
بيا خير دی د هر لوري مې مجاله که ورانيږې

انکار دې ېې ځواب وي خير ځواني مې دې هم يوسي
خو يو ځل پرې زړه وکړه بيا مې سواله که ورانيږې

لا رنګ به راوړې سور چې ېې په وينو شې نيک بخته
بيا بريده د ښکلا مې خير دی خاله که ورانیږې

په تا پورې خو ژوند مې دی تړلی نور دې خوښه
زرې زرې به تويه شمه خياله که ورانيږې

چې ساز دې پکې نه کړه دا زمونږ غريبه مينه
پروا مې درته نېشته سور او تاله که ورانيږې

ډاکټر قیض الله ثاقب 23.07.2010 09:14

sسلامونه او نیکی هیلی.
ډېره ښکلې غزل ده.
په ځانګړی ډول دا دوه بیته خو ېې سړی سم لېونی کوی.
په تا پورې خو ژوند مې دی تړلی نور دې خوښه
زرې زرې به تويه شمه خياله که ورانيږې

چې ساز دې پکې نه کړه دا زمونږ غريبه مينه
پروا مې درته نېشته سور او تاله که ورانيږې

درنې خورې قلم مو تاند اوسه.

بله ښکلا ېې پدې کې ده چې د سرو شونډو، تورو سترګو او زلفو بندیوان هم نده.
په قلم مو برکت.
ورور مو ډاکټر فیض الله (ثاقب).

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.